
د کندهار ښار اوسيدونکي وايي: په دې وروستيو کې په ښار کې د وسايطو ترڅنګ د دوکانونو مخته د جنراتورونو او د هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی، چې په لاوډسپيکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پيرونکي را جلبوي ،د کندهار ښار اوسيدونکی حکمت الله وايي: له يوې خوا په ښار کې بې نظمي ډېره شوې او له بلې خوا غږيزه ککړتيا دومره زياته شوې، چې د خلکو اعصاب يې نارامه کړي.(( موږ دلته دموټرو له هارنګونو څخه ډېر په تکليف يو له عامو خلکو څخه مو هم غوښتنه داده ،چې هرځای هارنګونه ونه وهي دولت بايد لوحې نصب کړي ،چې دلته هارنګونه مه وهئ )).روغتيا پالان هم وايي ،چې غږيزه ککړتيا دانسان پر ذهن منفي تاثير کوي کله چې انسان په تکراري ډول له غږيزي ککړتيا سره مخ کېږي نو اعصابو ته يې زيان رسېږي او د قهر قوه يې زياتېږي.ډاکتر ذبيح الله فيضي وايي: غږيزه ککړتيا په ټولنه کې ډېرو زياتو امراضو ته لاره هواروي په ځانګړې توګه د انسان پر روان باندې ډېر تاثير کوي.((غږيزه ککړتيا ډيرو امراضو ته لاره هواروي زموږ او ستاسو غږيز چاپېريال نه دی سم مسئول کسان بايد دې شيانو ته فکر وکړي په ښارکې د موټرو، او جنراتورونو، غږونه زيات دي او د عامو خلکو پوهاوي هم کم دی او دا د انسان پر روان ډير بد تاثير کوي .))د کندهار د چاپېريال ساتني مدير فيض الحق عمري وايي :په کندهار ښار کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې هڅې زياتې شوي او له ښاروالۍ، د ترافيکو مديريت او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي ، ترڅو غږيزه ککړتيا کنټرول شي.
(( د اسلامي امارت په راتګ سره په ښار او ټولو ولسواليو کې غږيزه ککړتيا او هغه ګروپونه چې د انسان پر سترګو او دماغ باندې يې بد تاثير درلود اوس نشته که څه هم پاتې به وي ،خو موږ د هغو لپاره اقدامات کوو او د ترافيکو مديريت له خوا يې هم مخنيوی کوو .))د کندهار ښار اوسيدونکي وايي: د غږيزي ککړتيا ترڅنګ چاپېريال ساتنې ته هم پوره پاملرنه نه کېږي او هوا هم له پخوا ډېره ککړه شوې چي لاملونه يي کندهار ښار ته نږدې د منګيانو او خښتو بټۍ، د زړو موټرو زياتوالي، په حمامونو کې د ټيرونو او ورته نورو توکو سوځول دي چې بايد مخنيوۍ يې وشي.