
د کندهار د اطفايې مديريت مسئولين وايي: په تېرو دوو مياشتو کې يې د شلو هغه لويو اورلګېدنو د زياتوالي مخنيوی کړی، چې په مارکېټونو، تېل پمپونو، کورونو او دوکانونو کې رامنځ ته شوې وې.مسئولين وايي: په کندهار کې دا مهال يوازې څلور عرادې د اطفايې لوی موټر شته ،چې دا د کندهار لپاره په هېڅ صورت بسنه نه کوي.د کندهار د اطفايې مديريت اداري آمر نذير احمد وايي: په کندهار کې د اطفايې لپاره درېيو ساحوي ستېشنونو ته اړتيا ده چې بايد په هر سټېشن کې درې عرادې اطفايې موجودې وي.نوموړي وايي: کندهار لوی ولايت دی، کله چې په لرې ساحه کې اورلګېدنه رامنځ ته کېږي، له مرکز څخه اطفايه ژر نه شي رسېدلای.ده زياته کړه: دا مهال اطفايه يوازې يو مرکز لري ،چې ودانۍ يې هم خپله نه ده او په کرايي ځای کې اوسېږي. (( موږ په کندهار کې اوس يوازې څلور عرادې لويې اطفايې او درې کوچني وسايط لرو، چې دا د کندهار غوندې لوی ولايت لپاره هېڅ بسنه نه کوي، خو له دې کمو امکاناتو سره موږ بيا هم د ډېرو اورلګېدنو د زياتوالي مخنيوی کړی.))دی وايي: په ځينو کوچنيو ولايتونو کې له شل څخه تر ۲۸ پورې اطفايې شته ،چې په داسې حال کې چې هلته د ډېرو لږو اطفايو اړتيا ده.د ده په وينا: له مرکز څخه يې د اطفايو غوښتنه کړې، خو تر اوسه لا هم کندهار ته اطفايې نه دي ورکول شوي.د اطفايې کارکوونکي هم وايي: کله چې د اورلګېدنې په اړه خبر ورکول کېږي نږدې ساحو ته دوی په څلور يا پنځه دقيقو کې ځان رسوي ،خو کله چې بيا ساحه ليري وي ،نو وخت نيسي او بيا اور ډېر زيان اړوي.((موږ په هر ځای کې اورلګېدنې ته ډېر ژر ځان رسوو، خو که د ښار په نورو برخو کې اطفايه ستېشنونه ولري، په اور وژنه کې به ډېر ګټور تمام شي.))د کندهار اوسېدونکي اختر محمد چې څو ورځې مخکې يې په کور کې د ګازو له امله اورلګېدنه رامنځ ته شوې وه وايي: که څه هم په کور کې يې لګېدلي اور د اطفايې په مرسته ډېر ژر مهار شو، خو بيا هم تر سل زره افغانۍ ډېر زيان ورته رسېدلي.((کور يې ودان، اطفايه په لږ وخت کې راغله، که نه اور به ټول کور سوځولي و، خو بيا هم تاوان رسېدلی دی او که اطفايې د ښار په هره برخه کې وي؛ نو دا به ډېر ښه وي.))په کندهار کې هر وخت د سړې هوا له پيل سره په کورونو کې تر ټولو ډېر د اورلګېدنو پېښې رامنځ ته کېږي، چې د مالي زيان تر څنګ يې خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي.