
د کندز سيمه ييز مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې د سپين زر دولتي شرکت له ۴ لسيزو ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل کړ.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د افغانستان مرکزي بانک عمومي رئيس ملا هدايت الله بدري په ګډون يوشمېر دولتي مسئولينو هم ګډون کړی و.په دغه مراسمو کې د ياد شرکت مرستيال رحمان الله رحماني وويل، چې دغه شرکت تاريخي مخينه لري او په تېرو ۴ لسيزو کې يې فعاليت نه درلود، خو د اسلامي امارت په بريا سره يې بياځلي خپل فعاليت پيل کړ.په همدې حال کې د ماليې وزارت د دولتي عمومي شرکتونو رييس عبدالحميد اخندزاده کندز ته د ملا هدايت الله بدري د سفر موخه د سپين زر دولتي شرکت پرانيستل وبلل.هغه زياته کړه، چې اوس مهال دغه شرکت د پنبې، د زغرو او کونځلو غوړيو، د صابون جوړولو برخه کې فعاليت لري او له دې وروسته به د دغو توليداتو څخه د شمال ختيځ زون کسان استفاده وکړي.هغه وويل، چې د دغه شرکت په بيا رغولو ۵۰۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلي دي.