افغانستانخبرونه

کندز کې د څښاک اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

د کندز د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت په چهار درې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.سرچينې باختر آژانس ته ويلي، چې د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د حاجي رسول خان په کلي کې د دانيدا موسسې په مالي ملاتړ د ۲۳۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت په سولري سيسټم سمباله د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.په دې پروژه کې د ۴۰ متره مکعبو په وړتيا د اوبو زېرمې جوړول، د ۱۴۱ نل ليکو نښلول، ۱۶ تختې سولر لګول، د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي د ژورې څا کيندل او د ۱۲ زره ۵۰ مترو په اوږدوالي د پايپ لاين غځول شامل دي.هېره دې نه وي چې د يادې شبکې پرمټ د سيمې ۲۳۳ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *