
هیواد ورځپاڼه (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، په کندز ولايت کې د اويا ميليونه افغانيو او ۵۰ زره امريكايي ډالرو د غلا په تور ۹ تنه نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې پوليسو ياد کسان په خان آباد ولسوالۍ کې نيولي چې وسله هم ورسره وه.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې نيول شويو كسانو له یوه صراف څخه اووه اعشاریه یو ميليون افغانۍ او ۵۰ زره امريكايي دالر غلا كړي وه، چې ترې تر لاسه او ونیول شول.
له يادو غلو سره دوه ميله وسله هم نيول شوې ده.