
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو درې نړيوالو شل اوريزو سياليو د غوره لوبغاړو جايزې د افغانستان د لاجوردو څخه جوړې شوې دي، لاجورد هغه قيمتي ډبره ده، چې د زرګونه کلونو لپاره د افغانستان په غرونو کې پاتې شوې ده او د ځواک، مبارزې او ځيرکتيا بېلګه ګڼل کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، چې دا بې سارې جايزې به د افغانستان د بډايه کلتوري ميراث او د لوبغاړو د وړتيا او ژمنتيا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاريخي سياليو کې غوره لوبغاړو ته ورکول کېږي. ياده دې وي ،چې له پاکستان سره د تيرې شپې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې او د لاجوردو جوړه شوې جايزه ورته ډالۍ شوه.