افغانستانخبرونه

کراچۍ په جامعه بنوريه کې افغان زده کونکو په عربي ويناوالۍ کې دوهم او درېيم مقام ترلاسه کړی

د راپورونو له مخې ، د پاکستان په مشهوره ديني مدرسه دارالعلوم جامعه بنوريه کراچۍ کې دوه تنو افغان زده کونکو په عربي ويناوالۍ کې دوهم او درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

په ياده مدرسه کې هر کال د سلګونو زده کوونکو ترمنځ په عربي او اردو ژبو کې ويناوالۍ سيالي کېږي.

سږ کال پکې احسان اللّٰه ولد سيد عطاء الله په عربي ويناوالۍ سيالۍ کې دوهم او کفايت اللّٰه ولد نورمحمد پکې درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

د يادونې ده، چې د پاکستان په ديني مدارسو کې زرګونه افغانان ديني زده کړې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *