
دملي دفاع وزارت سرپرست د ازبيکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کابل کې ليدلي دي. ملي دفاع وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي محمد يقوب مجاهد له عبدالعزيز کاملوف او مله پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ليدلي دي. دواړو لورو په سرحدي، امنيتي او د ځينو نورو موضوعاتو په هکله هر اړخيزې خبرې کړې دي او د اړيکو پر ټينګښت يې ټينګار کړي. ورته مهال د ازبکستان ځانګړي استازي عبدالعزيز کاملوف هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په امنيتي، اقتصادي او سياسي برخو کې اړيکې لا پياوړې کړي.