
له تېرو دوو کلونو راهيسې کابل له سختو نړيوالو سياسي او اقتصادي بنديزونو سره مخ دی او د اسلامي امارت ديو شمېر چارواکو نومونه لاهم په تورو لېستونو کې دي.د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي: تيرو دوو کلونو وښوده ،چې فشارونه او بنديزونه پايله نه ورکوي او نړۍ بايد د تعامل او نرمښت لاره غوره کړي.دوی وايي: پرافغانستان لګېدلو بنديزونو او فشارونو يوازې د عامو افغانانو پر ژوند ناسمه اغيزه کړی او اقتصادي بحران سره يې مخ کړي.د سياسي چارو شنونکي نجيب الرحمان شمال وايي: (( د نړيوالې ټولنې له لوري د افغانستان پر اوسني حکومت د سياسي بنديزونو، اقتصادي او سياسي فشارونو وضع کول د دوی پر ژوند اغېزه نه کوي؛ خو له بده مرغه دا د عامو خلکو پر ژوند ناوړه اغېزه کوي او ورځ تر بلې بېکاري، بېوزلي، فقر او جبري کډوالۍ زياتېږي، همداشان د بېلا بېلو ناروغيو او د خلکو د پاشلو لامل هم ګرځي.))