
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې څه موده وړاندي د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شوې وه،چې د چين او روسيې په ګډون ايران،پاکستان، تاجکستان ، ترکمنستان او د ازبکستان هېوادونو ځانګړو استازو په کې ګډون کړی وه.د ناستې ګډونوالو په يوه خوله په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر ټېنګښت او همداراز د بشري مرستو پر رسولو ټېنګار کړی دی.په ورته مهال په نوي دهلي کې د هند او منځنۍ آسيا هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته هم شوې ده او د افغانستان پر امنيتي، سياسي، اقتصادي او بشري حالاتو په کې خبرې شوي او ټينګار يې کړي دي،چې د افغانستان ملي حاکميت، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد درناوي وشي. دا ناسته په دې وروستيو کې په نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، چې د کوربه هند ترڅنګ د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو په کې ګډون درلود.د ناستې ګډونوالو د افغانستان په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې هم ټېنګار وکړ او د يوه سوله ييز، خوندي او با ثباته افغانستان غوښتنه يې کړې.د سياسي چارو کارپوهان وايي: دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره له ارزښت ډکې دي او دا کولی شي،چې د اسلامي امارت له رسميت پيژندنې سره مرسته وکړي.دوی وايي: اسلامي امارت هم په دې لټه کې دی،چې له دغو هېوادونو سره چې د تاشکند ناسته کې يې ګډون کړی وو، سياسي اړيکې ټېنګې کړي.د سياسي چارو کارپوه عبدالقادر جيلاني وايي: (( په دې باوري يم،چې په اوسنيو شرايطو کې دغه ډول ناستې يو څه اهميت لري،حد اقل د اوسني نظام په هکله ځينې بحثونه ترسره کېږي او دا کېدای شي،چې د افغان حکومت د رسميت پېژندنې لپاره ګټور وي او اسلامي امارت هم هڅه کوي،چې له دغو هېوادونو سره خپلې سياسي اړيکې ورغوي.)) ځينې نور بيا په دې باور دي،چې د تاشکند ناسته د افغانستان سولې ، اقتصاد او له يادو هېوادونو سره د دوه اړخېزو سياسي او اقتصادي اړيکو ټېنګښت په برخه کې خورا اغيزمن ده او بايد سيمه د افغانستان په تړاو دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي.د سياسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي: (( دغه کنفرانس د افغانستان سولې ، پراختيا ، تعليم او تربيې او يادو هېوادونو سره د اړيکو د ټېنګښت لپاره مهم او اغيزمن دی.))ځينې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ټېنګښت لپاره د سيمې او ګاونډيو هېوادونو همکاري مهمه ګڼي،خو په خبره يې د دغو هېوادونو په صداقت لاهم شکمن دي.د سياسي چارو کارپوه قريب الرحمان شهاب وايي: (( په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات لپاره د سيمې اونړۍ هېوادونو همکاري مهمه ده،خو بايد دغه همکاري صادقانه وي. هرکله چې په افغانستان کې د دايمي سولې بحث مطرح شوي،هر ګاونډي په کې د خپلو ګټو پر بنا يوه موضوع پيدا کړې، بناً د افغانستان په ثبات کې د ګاونډيانو رول مهم دی او افغانستان د نړۍ د جز په توګه باندې حق لري،چې په سوله اوثبات کې ژوند وکړي.)) بل پلو د سياسي چارو کارپوه فهيم جنت بيا په دې باور دی،چې د دغه ډول ناستو جوړېدل او ياهم دوام يې د سيمې او افغانستان په ګټه دي.د جنت په خبره، که سيمه او نړۍ د افغانستان د دايمي ثبات او سولې لپاره ريښتينې ګامونه واخلي،نو دوی به هم ارام ژوند ولري.ده زياته کړې: (( هرڅومره،چې دغه ډول ناستې زياتې شي، د افغانستان او سيمې په ګټه دي، په دې شرط چې د سيمې هېوادونه له افغانستان سره صادق وي. زه باوري يم،چې د افغانستان خلکو ته او سيمې ته يې ګټه رسېږي. هېوادونه کولی شي،چې په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.)) د تاشکند او هند ناستې چې اجندا يې افغانستان وه، د اسلامي امارت استازي نه وو وربلل شوي،خو کتونکي په ټوله کې دغه ډول ناستې د افغانانو لپاره ګټورې يادوي او له هېوادونو غواړي،چې د خپلو او افغانستان ګټو لپاره دې دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي.