افغانستانخبرونه

کارپوهان : باثباته افغانستان د افغانانو او ټولنې نړۍ په ګټه دی

له هغې وروسته چې د کابل تېره اداره را نسکوره شوه او  اسلامي امارت بيا پر ټول افغانستان واکمن شو ، ناامني هم له منځه تللې، خو لاهم افغانستان د کوم هيواد له خوا په رسميت نه دي پېژندل شوی او په بل عبارت سياسي ثبات ته نه دی رسيدلی، خو په هر صورت  د سياسي چارو کارپوهان وايي: د نړيوالو قوانينو او اصولو له مخې، نړيواله ټولنه په هغو هېوادونو کې د تلپاتې سياسي ثبات د ټينګښت مسئوليت لري چې تازه له جګړو راوتلي وي.دوی وايي، په افغانستان کې د دايمي سياسي ثبات د ټينګښت په برخه کې نړيوالې ټولنې خپل مسئوليت نه دی اداء کړی.دوی يې لامل له امريکا او نورو هېوادونو سره د نړيوالې ټولنې د سياستونو انحصار په ګوته کوي.د سياسي چارو شنونکي حکمت الله حکمت وايي:  ((  نړيوالې ټولنې د افغانستان او نورو مظلومو او محکومو ملتونو پر وړاندې خپل رسالت نه دی ادا کړي، دا ځکه چې د نړيوالې ټولنې سياستونه د زبرځواکونو په انحصار کې دي. د افغانستان پر وړاندې  نړيوال سياست د امريکا، اروپا او نورو زبرځواکونو له زاويې څخه تنظيم کېږي.))کارپوهان په دې باور دی چې باثباته او خپلواک افغانستان نه يوازې د افغانانو بلکې د ټولنې نړۍ په ګټه دي نو نړيوالې ټولنې ته په کار دي چې په دې برخه کې رښتينې هڅې وکړي.د سياسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:  ((  په دې څلورو لسيزو کې نړيوالې ټولنې  او په ځانګړې توګه د سيمې هېوادونو نه يوازې دا چې د دايمي ثبات او دايمي امنيت لپاره عملي ګامونه نه دي پورته کړي، بلکې د سيمې استخباراتو د افغانستان بې ثباتۍ ته لمن هم وهلي او تل يې بې ثباتي غوښتې ده. زما په نظر په اوسنيو شرايطو کې نه يوازې دا چې يو په خپلو پښو ولاړ دايمي امن او دايمي ثبات د افغانانو په ګټه دی، بلکي د نړۍ په ګټه هم دی او نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، ځکه چې پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دي.»د ملګرو ملتونو د منشور او د امنيت شورا د ۹۷ يمې پريکړې پر اساس نړيواله ټولنه مکلفه ده، چې د هېوادونود  سولې او ثبات لپاره کار وکړي.کارپوهان وايي:د ملګرو ملتونو د ۹۷ يمې پريکړې له مخې نړيواله ټولنه مسئوليت لري، چې د افغانستان د ثبات لپاره کار وکړي او په دې برخه کې ښکېل هېوادونه له سره همغږي کړي.د سياسي چارو کارپوه زمان ګل دهاتي وايي:  (( د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ سوله او امنيت د دوی اساسي دنده ده او دوی د افغانستان د ثبات په تړاو مکلفيت لري او دويمه هغه دنده ،چې دوی ته د امنيت شورا ۹۷يمې پرېکړې ور په غاړې کړې ده، دوی مسئوليت لري چې په افغانستان کې د ثبات لپاره  خپل مسئوليت ادا کړي.))افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې له پنځو لسيزو ناامنيو او جګړو تازه راوتلی ځواکمن مرکزي نظام لري، خو له سياسي پلوه لاهم داسې ثبات ته نه دي رسيدلي، چې افغانان يې هيله لري.تمې دادي چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه په خپلو کې د خبرو او تعامل له لارې د افغانستان د ثبات لپاره کار وکړي او خلک په خپل راتلونکي باور من کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *