افغانستانخبرونه

کابينې د قوشتېپې کانال پر چارو نوی بحث کړی

د اسلامي امارت د کابينې څوارلسمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه او پر يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د اسلامي امارت د سياسي کمېسيون په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوي رياست او چاپېريال ساتنې ملي ادارې د استازو په شمول پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هيواد کې د نيالګيو کېنولو په اړه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې طرحه وڅېړي او د وروستي تصميم لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د رياست الوزراء اداري معاونيت ته دنده وسپارل شوه ،چې د چارو ادارې لوي رياست او ملي پراختيا شرکت مسئولين وهڅوي؛ ترڅو د قوشتېپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي.

د کابينې په دې غونډه کې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت ته دنده وسپارل شوه ، چې د هيواد په داخل او بهر کې د افغاني سوداګرو لپاره آسانتياوې رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنو لارو دې غور وشي ،چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *