
د کابل د امنيې قوماندانۍ مسئولين وايي، چې د يادې قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو د دغه ښار په بېلابېلو سيمو کې ۲۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي.د دغې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادې قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مديريت مسئولينو په بېلابېلو عملياتو کې ۲۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي.په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې لړ کې له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه چرس، ټابلېټ کا، ښيښه، نغدې پيسې او دوه موټر هم تر لاسه شوي دي.