
د کابل ښار د کارتهاريانا سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، څه باندې ۸ مياشتې کېږي چې د دولتي اوبو نلونه يې وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.نادر چې د يادې سيمې اوسېدونکی دی وايي: هره ورځ يوه کيلومټره پلې لاره وهي، څو د غره لمن کې له يوه جوماته کور ته د څښاک اوبه برابرې کړي.په ورته مهال د کارتهاريانا سيمې يو بل اوسېدونکي شېريندل هم د اوبو کمښته شکايت لري او وايي، چې خلک د بېوزلۍ او وزګارتيا له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په پيسو د اوبو د اخيستلو توان نه لري.د کابل ښار د کارتهاريانا سيمې د ګذر وکيل ګلخان وايي: څه باندې ۸ مياشتې کېږي، چې د دغې سيمې په اوسېدونکو اوبه بندې شوي،چې ورسره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.ګلخان زياتوي، چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې څه باندې ۲۵۰۰ کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي او په وينا يې: په وار وار يې د يادې ستونزې حل په موخه اړوند ادارو ته ورغلي، خو تراوسه يې د ستونزې حل لپاره اقدام نه دی کړی.د کابل د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مسئولينو ويلي، تېر کال کارته اريانا سيمه کې يوه شپه او ورځ کې د اوبو د استخراج کچه ۷۲زره متر مکعب ته رسېده او اوس ۲۲ زره متر مکعب ته را ټيټه شوې، چې دا د کارته اريانا سيمې اوسېدونکو ته د اوبو بندېدو لامل شوي دي.د کابل د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مرستيال محمد نسيم صميم وويل: ((له دې وړاندې د کارته اريانا سيمې د اوسېدونکو لپاره د اوبو رسولو په موخه دوه ژورې څاهګانې کېندل شوې وې، خو اوس وچې شوي او موږ هڅه کوو،چې ډېر ژر د يادې سيمې د اوسېدونکو د اوبو کمښت ستونزې ته رسېدنه وګړو.))له دې سره د کابل د اوبو رسونې ادارې مسئولين له کابل ښاريانو غواړي،چې د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړولو لپاره د باران او واورې اوبه جذبوونکو سيمو کې زېرمه کړي.د يادونې وړ ده،چې په دې وروستيو کلونو کې د اوبو کمښت موضوع د کابل اوسېدونکو لپاره په جدي ستونزې بدله شوې او د ښار ځينو برخو کې خلک د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي په دليل اړ دي چې له ساعتونو انتظار وروسته د اوبو ټانکرونو اوبه په بيه واخلي.