افغانستانخبرونه

کابل ښار کې د اوبو د کموالي ستونزې د حل طرحه وروستۍ شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت د يونيسف مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د اوبو د کموالي ستونزې په اړه مشورتي ورکشاپ ترسره کړ.د دې ورکشاپ د ترسره کولو موخه، د کابل ښار د اوبو سرچينو د ښه مديريت لپاره د وړاندې شويو طرحو وروستي کول او په دې ښار کې د اوبو د کموالي د ستونزو هوارول ويل شوي دي.د ياد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې ورکشاپ کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سکتور رئيسانو، د يونيسف مؤسسې د ((واش)) پروګرام رئيس او د کابل ولايت د مقام او د دې ولايت د سکتوري رياستونو استازو ګډون کړی و؛ د کابل سينديزې حوزې عمومي رئيس انجنير حبيب الرحمن حقپال؛ د کابل ښار د اوبو سرچينو د وضعيت په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ او ګډونوالو هم د موضوع اړوند خپل نظريات شريک کړي دي.د ګډونوالو د نظرياتو او تخنيکي تجربو له شريکولو وروسته، لازم تصميمونه نيول شوي او ويل شوي، چې په کابل ښار کې د اوبو د کموالي ستونزې د هوارولو طرحې او پروپوزلونه وروستي او په راتلونکي کې به د عملي  اقداماتو په موخه اغېزمن ګامونه پورته شي.       باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *