افغانستانخبرونه

کابل ښار يان د ګازو بيې لوړوالي شکايت کوي

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي: په تېرو دوو اوونيو کې د يوې کيلو ګازو بيه له ٦٥ افغانيو څخه ٧٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.د کابل اوسېدونکی سهيل وايي: (( د خلکو ستونزې ډېرې دي، خلک دومره پيسې نه‌لري ،چې ګاز پرې واخلي، زموږ غوښتنه دا ده چې ګاز ارزانه شي.))د کابل يو بل اوسېدونکی نورزاده وايي: (( له اسلامي امارته غوښتنه کوو، چې ارزاني راوړي. اوس کراچۍ چلوم، په لاس کې مې څه نه‌شته. غواړم ارزاني شي او ډېر خلک د بې‌کارۍ له ستونزو سره مخ دي.))يو پلورونکی عزيز احمد وايي: (( نږدې دوه اوونۍ وړاندې مو ګاز کيلو په ۶۲ افغانۍ اخيستل او په ۶۵ مو پلورل او اوس يې ۷۲ يا ۷۲ افغانۍ اخلو اوپه ۷۵ يې پلورو.)) افغانستان د خپلې اړتيا وړ ډېر ګاز له روسيې، قزاقستان، ترکمنستان او ايرانه راواردوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *