افغانستانخبرونه

کابل ښاريان له ککړې هوا سر ټکوي

يوشمېر کابل ښاريان وايي، چې د ښار هوا ډېره ککړه شوې او دوی يې نه يوازې پر بېلابېلو ناروغيو اخته کړي، بلکې د ژوند چارې يې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.دوی مسئولينو نيوکه کوي ،چې د ژمي له راتګ مخکې يې د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره له څنګه چې لازمه وه هومره تدابير نه‌دي نيولي.د کابل اوسېدونکی بشېر حيدري وايي: (( په ژمي کې هوا ډېره ککړېږي؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعيت جوړ نه دی، پلاستيکونه او د ډبرو سکاره کاروي او دا د هوا ککړتيا د ډېرېدو لامل کېږي. دغه راز، په کابل کې ترانسپورتي وسايط ډېر دي چې هوا ککړوي.))دی زياتوي، چې ککړه هوا د انسان سلامتيا زيانمنوي او ماشومان ترې ډېر اغېزمنېږي.د کابل يو بل اوسېدونکی سليمان هم وايي: (( په ژمي کې هوا ډېره ککړېږي، ماښام دودونه او ککړه هوا نوره هم ډېرېږي؛ پلاستيکي توکي او د ډبرو سکاره کارېږي، لرګي نه کارېږي؛ ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی.))په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکې فرشته رحماني وايي: (( اوس په افغانستان کې د اوبو او هوا په برخه کې ډېرې ستونزې دي، د افغانستان هوا ډېره ککړه شوې. دا ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دی؛ نو د ډبرو سکاره، کاغذ او نور پلاستيکي توکي کاروي ،چې دا ټول د هوا ککړتيا لامل کېږي.))د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسئولين هم وايي: سره له دې چې د ژمي له راتګ مخکې يې د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره ښه پلان درلود، خو په وينا يې: د نورو اړوندو ادارو د بې‌غورۍ او ناکارۍ له امله و نه توانېدل چې دغه پلان سم پلي کړي.د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د څارنې او پلټنې رئيس بصير امين وايي: (( ځينې ادارې خپلې ستونزې لري. د لېږد رالېږد وسايطو برخه کې ترانسپورت وزارت خپلې ستونزې لري، منظم ترانسپورتي سيستم نه لرو. برېښنا خپلې ستونزې لري، هېواد کې ۲۴ ساعته برېښنا نه لرو. همدارنګه، د ودانيو د فلترونو نه لرلو ستونزه، د برېښنا نشتون او د خلکو بې‌غوري يې لاملونه دي.))د چاپېريال ساتنې برخې کارپوهان هم وايي: د هوا ککړتيا د انسان تدريجي مړينه ده، چې د خلکو ژوند ګواښي. احمدی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *