افغانستانخبرونه

کابل ښاريان د بشري مرستو پر ځای د کار آسانتياوې غواړي

يوشمېر کابل ښاريان ګيله کوي ،چې بشري مرستې ورته نه رسېږي او په‌کار ده ،چې د دغو مرستو پر ځای، دوی ته د کار آسانتياوې برابرې شي. د کابل اوسېدونکی نثاراحمد وايي، چې له دوو کلونو راهيسې له وزګارتيا کړېږي او بشري مرستې هم ورته نه‌دي رسېدلي.دی زياتوي: (( زه د اووه‌کسيزې کورنۍ سرپرست يم او له دوو کلونو راهيسې وزګاره يم، هېڅ مرسته مې هم نه‌ده ترلاسه کړې. زه له مرستندويه بنسټونو غواړم ،چې د دغو مرستو پر ځای، موږ ته د کار آسانتياوې برابرې کړي.))د کابل يو بل اوسېدونکی نعمت‌الله هم ګيله لري ،چې بشري مرستې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي. هغه هم ټينګار کوي ،چې د يادو مرستو پر ځای دې خلکو ته کاري بوختياوې برابرې شي.د کابل اوسېدونکي همايون انوري هم وايي: (( د نغدي مرستې پر ځای، د کاري آسانتياوو برابرول غوره دي او دا د ځوانانو د بوختيا لامل کېږي او د ناقانونه کډوالۍ مخه هم نيول کېږي.))په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمان حبيب وايي: پر خلکو د مرستو وېشل، د بې‌وزلۍ کچه نه را ټيټوي او په وينا يې: له ملګرو ملتونو يې غوښتي ،چې د مرستې رسولو پروژو پر ځای دې افغانستان کې داسې پروژې پلې کړي ،چې خلکو ته کاري بوختياوې برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *