افغانستانخبرونه

 کابل ښاريان د برښنا پرچاوۍ له ډېرېدو اندېښمن دي

کابل ښاريان وايي، چې په دې ښار کې نه يوازې هوا توده شوې، بلکې د برښنا پرچاوي هم زياته شوې ده .د افغانستان پلازمېنه کابل هغه ښار دی، چې د برښنا ستونزه يې هيڅکله حل شوې نه ده. دوی په دې وروستيو کې د برښنا له پرچاوۍ سرټکوي او له برښنا شرکت څخه غواړي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي.کابل ميشتي وايي، چې په دې توده هوا کې برښنا ته ډېره اړتيا لري.د کابل اوسيدونکي صديق الله په دې اړه وايي: ورځ تر بلي هوا پر تودېدو ده. حکومت بايد دې ستونزې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه خلک ورته ډېره اړتيا لري..يو بل کابل ميشتي مجتبي وايي: مياشت وشوه، چې ورځ  تر بلې د برښنا ستونزه مخ پر زياتېدو ده. حکومت بايد دې ستونزې ته پاملرنه وکړي، د برښنا بېلونه هم لوړ راځي .د افغانستان برښنا شرکت د برښنا پرچاوۍ د زياتېدو ستونزه مني او وايي، چې د برښنا د کمښت له کبله له دې ستونزې سره مخ دي؛ خو هڅې روانې دي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره تدابير ونيول شي.د برښنا شرکت تجارتي مرستيال صفي الله احمدزي ويلي: د هوا له تودېدو سره د برښنا لګښت لږ څه  زيات شوي. موږ د دې ستونزې د مديريت هڅه کوو؛ خو پرچاوي حتمي خبره ده، ځکه له پر چاوۍ پرته يي موږ ټول هېواد ته رسولی نشو. پرچاوي به د يوه منظم پلان له مخې برابره او څوک له جدي ستونزي سره مخ نه شي.افغانستان تراوسه پورې د برښنا د توليد په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ سره له دې، چې د توليد سرچينې لرو.عام وګړي وايي، چې په دې برخه کې پوره پاملرنه نه ده شوې او هرکال ميليونونه ډالره د افغانستان ولسي پانګه ګاونډيو هېوادونو ته ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *