
د ژمي موسم له را رسېدو سره سم کابل ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحيو کې د ډبرو سکرو وېش له بازار څخه په مناسب نرخ ( ۹۰۰۰ ) افغانۍ تخفيف کابل ښاريانو ته پيل کړی دی.
دکابل ښاروالۍ وياند نعمت الله بارکزي ويلي چې دا اقدام يې له هغه وروسته پيل کړ چې ښاريانو د ډبروسکرو د نرخ له لوړوالي شکايت کاوه.
دکابل ښاروالۍ وياند ويلي چې ښاريان کولی شي د ټولو ناحيو له وېش څانګو سکاره (ذغال) په مناسبه بيه ترلاسه کړي او خپل د اړتيا وړ سکاره پرته له کوم قيد او شرط له وېش څانګو تر لاسه کړي.
خو کابل ښاريان د ډبروسکرو د اخيستو له بهير او وېش په څانګو کې د ډبرو سکرو له نشتونه شکايت کوي او وايي چې هره ورځ دغو څانګو ته ورځي ترڅو د اړتيا وړ د ډبرو سکاره ترلاسه کړي.
يو شمېر نور ښاريان بيا د ډبروسکرو له کيفيته شکايت کوي او وايي چې ياد سکاره ډېر په سختۍ سره اور اخلي او ايرو ته ورته دي او له مجبوريته له دغه ډول سکرو استفاده کوي چې خپله شپه او ورځ پرې تېره کړي.
د کابل ښاروالۍ وياند ويلي چې موږ په خپل وخت سره د ښاريانو ستونزو ته پاملرنه او رسيدګي کړې او دا لړۍ به په شفافه توګه دوام ولري او کوښښ کوو چې ښاريانو ته ډبرو سکاره ورسوو.
په ژمي کې د ډبرو سکرو په پېرلو کې کابل ښاريان د ډبروسکرو له لوړ نرخه هم شکايت هم کاوه چې هر کابل د ژمي موسم په را رسېدلو سره د ډبروسکرو نرخونه به ډېر لوړ وو او بېوزلو خلکو به نه شو اخيستی.
کابل ښاريان بيا هم له مسئولينو غواړي چې د ساړه ژمي ستونزو ته حللاره ولټول شي.
په افغانستان کې د ډبروسکرو ډېر لوی لوی کانونه شته،چې له هيواده بهر هم صادرېږي چې په دې سره به د هيواد اقتصادي وده غښتلې شي.
ذبيح الله نوري