افغانستانخبرونه

کابل مېشتي د برښنا د لګښت له لوړو بېلونو شکايت کوي

د کابل ځينې اوسېدونکي په دې ورځو کې بيا له هغه څه چې د برښنا لوړ لګښت يې بولي شکايت کوي.د دوی په وينا: دا چې برښنا کمه کاروي؛ خو د کارول شوې برښنا پيسې ترې ډېرې اخيستل کېږي.د کابل اوسېدونکي نجيب د دې ستونزې په هکله وويل: (( په دغې مياشت کې چې زموږ د برښنا بل راغلي له ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانيو زيات راغلی دی.))د کابل بل اوسېدونکي سيد هارون هم وايي: (( په لګښت کې هېڅ توپير نه‌دي راغلی، مصرف هماغه هميشنی  مصرف دی، يوازيني توپير چې راغلي په پيسو کې دی.))خو د افغانستان برښنا شرکت د دې مسئلې په ردولو سره وايي ، چې د برښنا بېلونو د کنټرول په موخه د معياري ميټرونو د نصبولو هڅې روانې دي. د افغانستان برښنا شرکت وياند حکمت‌الله ميوندي وايي: (( دا په بشپړه توګه شايعات دي. زموږ تخنيکي ډلې او مېتر لوستونکي پر وخت ميترونه لولي او د دې ترڅنګ، موږ دا سيستم هم دود کړی هر مېترخوان کله چې مېتر لولي، بايد د هماغو ميترونو عکسونه هم له ځان سره راوړي.))د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې: په تېر يوه کال کې په کابل او ولايتونو کې د دې شرکت مشتريانو ته د برښنا د لګښت د ثابت ساتلو او کنټرول په موخه سلګونه ډيجيټلي ميټرونه نصب شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *