افغانستانخبرونه

کابل او اسلام آباد پر دوه اړخيزې سوداګرۍ هوکړې ته رسېدلي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي: د اسلام آباد او کابل ترمنځ هوکړه شوې، چې له مخې به يې پاکستان ته پر ځينو وارداتي او صادراتي توکو تعرفه کمېږي. د پاکستاني رسنيو د راپور پر بنسټ، په دغه هوکړه کې ويل شوي ،چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ۶۰ سلنه ماليه کمېږي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر نقيب الله صافي ويلي: د دې سند په لاسليک سره به د تعرفې ستونزې هوارې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري زياته شي. د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وايي: له اسلام آباد سره د تازه مېوو او سبزيجاتو پر پنځو توکو د ګمرکي تعرفو د کمولو هوکړه شوې او د دغه وزارت چارواکي هڅه کوي ،چې د ډبرو سکاره هم په نړيوال نرخ وپلوري. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت شمېرې ښيي ،چې په تېرو اوو مياشتو کې د څه باندې يو ميليارد ډالرو په ارزښت افغاني توکي صادر شوي ،چې له دې جملې څخه د څه باندې ۷۴۴ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي يوازې پاکستان ته صادر شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *