افغانستانخبرونه

ښوونکي : اوسنی معاش مو لومړنۍ اړتياوې نه شي پوره کولای

د ښوونځيو ډېر ښوونکي وايي، چې د دوی له معاشونو ۱۰۰۰ افغانۍ کمې شوې او له دغه معاش سره د خوراکي توکو د پېرلو وس نه‌لري.جمعه له يوولسو کلونو راهيسې په کابل کې ښوونکی دی. دی وايي، چې د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ د اړتياوو برابرونکی دی طلوع نيوز ته ويلي: ((د ښوونکو معاش تغيير نه دی کړی لا هم ۱۰۰۰ افغانۍ کمې شوې دي، نو له ډېرو ستونزو سره مخ يوو.))يو شمېر ښوونکي وايي، چې اوسنۍ تنخوا يې د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. ښوونکی احمد فرهاد وايي: ((د ښوونکو بې چاره اقتصادي وضعيت ډېر خراب دی نه يوازې زه،بلکې د افغانستان ډېر ښوونکي همدا ستونزه لري.))بل خوا د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ښوونکو اقتصادي ستونزې د هېواد پر ښوونيز نظام اغېزه کوي. د کابل اوسېدونکی خالد څرګندوي: (( د هغوی اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولای خپلو درسونو ته دوام ورکړي،اقتصاد يې ضعيف دی او په ارامه فکر درس نه شي ورکولای.))د کابل بل اوسېدونکی ګل ولي هم وايي: ((د غوړو، وريجو بيې، د ټولو شيانو نرخونه ختلي، نرخونه ثابت نه دي او د معلم معاش کم دی.))د پوهنې وزارت د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د هېواد په ټولو ښوونځيو کې ۲۷۴ زره ښوونکي پر زده کړو بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *