افغانستانخبرونه

   ښوونکو ته د علمي سویې لوړولو روزنیز پروګرام پیل شو

د لوګر د پوهنې ریاست له خوا د ۴۳ ښوونځیو ۲۲۰ تنه ښوونکو ته د علمي او مسلکي سویې د لوړولو په موخه ۸ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو. د پوهنې ریاست د استول شوې خبرپاڼې له مخې، دغه ورکشاپ د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا د ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت د لاښه والي  په موخه پر لاره اچول شوی دی. په دې روزنیز پروګرام کې د خوښۍ او څرخ ولسوالیو د ٤٣ ښوونځیو  د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو ۲۲۰ تنه ښوونکو ګډون کړی دی، چې د اکاډمیکې او میتودیکې زده کړو ترڅنګ د ذکر شوېو مضمونونو د تدریس او تجربو اړوند روزنه به هم ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېر ژمي کې هم د لوګر د پوهنې ریاست له خوا د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۴۳۰ ښوونکو ته ورته روزنیز پروګرامونه جوړ شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *