افغانستانخبرونه

ډنمارک له افغانستان سره څه باندې ۷ ميليونه ډالره مرسته وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق مسئولينو ويلي ،چې ډنمارک له افغانستان سره اووه اعشاريه نهه ويشت ميليونه ډالره مرسته کړې ده. د معلوماتو له مخې، دا له افغانستان سره د ډنمارک درېيمه مرسته ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق ويلي، چې دا مرسته به  د اقليمي بدلون پر وړاندې په مبارزې، بې‌ځايه شويو او د راستنېدونکو لپاره د چوپړونو پر وړاندې کولو ولګول شي. د يادونې وړ ده چې ډنمارک تېر کال هم له افغانستان سره ۴۲ ميليونه ډنمارکي کرونه چې ۲، ۶  شپږ اعشاريه دوه ميليونه ډالره کېږي، مرسته کړې وه. دا مرسته په داسې حال کې کېږي، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ګډون يو شمېر نورو مرستندويو بنسټونو هم ويلي، چې په افغانستان کې خوراکي امنيت له ګواښ سره مخ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *