
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا (WFP) وايي: په افغانستان کې ټولو اړو کسانو د خوراکي توکو د مرستو رسولو لپاره يې په ازبکستان کې د خپل نوي جوړ شوي لوژستيکي مرکز ظرفيتونه زيات کړی دی.په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام وياند وحيدالله اماني رسنيوته ويلي، نن سبا د ازبکستان د حکومت په همکارۍ له دې لوژستيکي مرکز څخه شا و خوا ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول کېږي.نوموړی وايي: (( دا مهال د ازبکستان د حکومت په همکارۍ د ورځې زر مټريک ټنه خوراکي مواد له پولې تر اوښتو وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د ازبکستان په ترمز ښار کې د نوي لوژستيکي مرکز د ظرفيت لوړول به له موږ سره مرسته وکړي ،چې وکړای شو په ښه بڼه هغو ۲۰ ميليونو وګړو ته چې دا مهال په افغانستان کې د خوراکي توکو مرستې ته اړ دي، د خوراکي موادو مرستې ورسوو. موږ لا هم ۱ اعشاريه ۵ ميليارد ډالرو نورو مرستو ته اړتيا لرو، چې د پلان لهمخې ټولو هغو کسانو ته مرستې ورسوو، چې ورته اړ دي.)) د خوړو نړيوال پروګرام وايي: د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر مياشتې تر اوسه افغانستان ته څه باندې يو ميليون ټنه خوراکي توکي وارد شوي دي.