افغانستانخبرونه

ډاکټر قلندر عباد : راتلونکي کال کې به ګڼ شمېر ولسواليو کې روغتونونه جوړ شي

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د ځدرانو قوم له مخورو سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ په کچه د روغتونونو او د تېر په پرتله د ولسونو روغتيايي ستونزو ته د ښې او معياري رسېدنې په اړوند بحث او خبرې شوي. د ځدرانو قوم مخورو د خپلې سيمې روغتيايي ستونزې د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي.دوي ويلي، د تېر په پرتله يې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتيايي ستونزو ته يې رسېدنه کېږي. د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد ډاډ ورکړي، چې د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سيمو کې هيوادوالو ته معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي. سرپرست وزير ويلي، راتلونکي کال کې به ګڼ شمېر د ولسوالۍ په کچې روغتونونه جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *