افغانستانخبرونه

 چین کې ۲۲ افغانانو ته د کانونو د مدیریت او انکشاف برخه کې سیمینار ورکول کېږي

هیواد: د اسلامي امارت پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره سم له نړۍ سره پر ښو او مثبتو اړیکو تمرکز زیات شوی چې تر ډېره حده په کې بریالي شوي دي او د نړۍ زیاتره هېوادونه له اسلامي امارت سره د تجارتي راکړې ور کړې تر څنګ پر سیاسي او پوهنیزو اړیکو ټینکار کوي چې افغانانو ته په ډېرو برخو کې سیمینارونه ور کول کېږي. دې کار ته چین اوږه ور کړې او د افغانستان د اسلامي امارت تر چتر لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت کار کوونکو ته څوارلس ورځنی سیمینار ور کول کېږي.  دا چې سیمینار څومره اړین او په کوم اساس ور کول کېږي، د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند افغان له قوله: د چین هېواد له لوري د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت کار کوونکو ته په یاد هېواد کې ۲۲ تنو ته د معدن د مدیریت او انکشاف  په برخو کې سیمینار ورکول کېږي ، چې یاد سیمینار به څوارلس ورځې دوام وکړي. د افغان په وینا: د چین هېواد له لوري افغانستان ته ۲۲ سهمونه ور کول شوي وو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د اصلاحاتي اداري له طرفه ۲۲ کسان چین ته د سیمینار په موخه لېږل شوي دي.
د نوموړي په وینا: په چین کې یادو کسانو ته له سیمینار څخه موخه دا ده چې هغوی د افغانستان د کانونو او معدن کار کوونکو سره د معدن په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي تر څو دوی یې په افغانستان کې په کار واچوي.د افغان په خبره: دا ډول سیمینارونه به افغانانو سره د مسلکي تجاربو د انتقال او ظرفیت لوړولو په برخو کې لا ښه مرسته وکړي.د نړیوالو اړیکو د وروستي کال زده کړیال امداد الله محیب وایي: له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان د اسلامي امارت له نړۍ سره د اړیکو نوی باب پرانیستل شو چې ور سره يې  په کم وخت کې د ډېرو پام ځان ته راواړاوه. دا ښه خبره ده او د اسلامي امارت له نړۍ سره پر مثبتو اړیکو تمرکز دی چې د چین هېواد  افعانانو ته پر معدن د پوهېدلو په برخه کې سیمینار ور کوي.
د نوموړي په وینا: اوس هغه وخت دی چې افغانان په خپله سره لاس یو کړي او  افغانستان ته د اسلامي امارت په راتګ سره له شته فرصت نه ګټه پورته کړي او خپل هېواد اباد کړي، ځکه چې اوسنی امنیت د افغانستان په تاریخ کې بې جوړې دی او باید موږ هم ترې په ګټې اخیستنې خپل هېواد له نړۍ سره په سوداګریزو، زده کړو، سیاسي او اقتصادي اړیکو کې سیال کړو. ‎     زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *