
د افغانستان لپاره د چک هېواد د مرستو صندوق چارواکو ويلي ،چې د افغانانو لپاره يې د خپل حکومت مرسته تر لاسه کړې ده.دغه صندوق وړمه ورځ په خبرپاڼه کې، د چک جمهوريت له مرستې مننه کړې، خو د دغې مرستې اندازه يې نه ده په ډاګه کړې.يادې ادارې ويلي، چې په دې مرستې سره به د ژمي په شپو او ورځو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو په همکارۍ افغان وګړو ته د اساسي بشري اړتياوو پوره کولو لپاره اقدام وشي.د چک جمهوريت په داسې حال کې د افغانستان لپاره د مرستو له صندوق سره مرسته کوي ،چې اوس مهال شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.