افغانستانخبرونه

 چين کې د افغانستان سفير  د  ام.سي.سي شرکت رئيس سره کتلي

په چين کې د افغانستان اسلامي امارت سفير مولوي بلال کريمي وړمه ورځ له غرمې وروسته د افغانستان سفارت په مقر کې د چينايي ام.سي.سي «MCC» شرکت له رئيس وانګ جيچنګ سره وکتل.په دې کتنه کې د ياد شرکت مشر وانګ جيچنګ د مس عينک معدن د استخراج د قرارداد په تړاو د يو لړ پرمختګونو له امله خوښي وښوده.ورته مهال مولوي بلال کريمي د مس عينک معدن د استخراج د قرارداد په اړه هيله وښوده، چې ياد قرارداد به د دواړو اړخونو په همکاري له خپلو مندرجاتو سره سم په ښه ډول عملي شي. وروسته دواړو خواوو د يادې پروژې د پاتي تخنيکي مواردو د حل په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *