
د اسلامي امارت د رياستالوزراء د اقتصادي معاونيت په مشرۍ يو پلاوى د چين په رسمي بلنه هغه هيواد ته سفر وکړ.د دغه معاونيت پر ايکس پاڼه ليکل شوي ،چې په دې پلاوي کې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، بهرنيو چارو او د ماليې وزارت استازي ګډون لري.ټاکل شوې دغه پلاوي هلته په بېلابېلو سمپوزيمونو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي.تر دې وړاندې هم چين په يو شمېر اقتصادي او سوداګريزو برخو کې له افغانستان سره ګډ فعاليت ته چمتووالي ښودلي دي.چين تېره اوونۍ خپل رسمي سفير (ژيوچينګ)کابل ته را لېږلي و او د افغانستان رئيس الوزرا ته يې خپل باور ليک وړاندې کړ.