افغانستانخبرونه

چين : امريکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني بېرته وروسپاري

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين ويلي، چين له امريکا غوښتي، چې له ځنډ پرته دې د افغانستان بانک شتمني بېرته وروسپاري. وانګ ون بين يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د سپټمبر د يوولسمې د قربانيانو کورنيو ته د افغانستان له کنګل شويو پيسو د ۳،۵ درې اعشاريه پنځه ميليارد ډالرو د بېلولو په اړه د امريکا د يوه قاضي د حکم په غبرګون کې ويلي، چې امريکا بايد سمدستي د افغانستان بانک شتمنۍ بېرته ورکړي. تېره اوونۍ امريکايي محکمې ويلي: د افغانستان بانک شتمني د سپټمبر ۱۱مې قربانيانو کورنيو ته نه ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *