خبرونهنړۍ

چين امريکا ته: ايا د جګړې ډګر ګرمول د عدالت په مانا دي

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان کربي په دې وروستيو کې د اوکراين مسئلې په اړه د چين پر دريځ او نيت شک ښودلی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين ويلي، چې واشنګټن بايد لومړي د اوکراين په روان کړکېچ کې خپل رول وڅيړي او بيا نورو ته د پړې ګوته ونيسي. نوموړي ويلي، چين د اوکراين کړکېچ جوړونکي او يا ښکېل لوري نه دی او نه هم کومې ښکيلې خوا ته وسلې لېږي او په وينا يې، چين د ښکيلو خواوو ترمنځ ډيالوګ او خبرې هڅوي. نوموړي ويلي، چې د امريکا په شمول ځينې لوېديځ هېوادونه اوکراين ته پر له پسې وسلې ولېږي، چې له امله يې دغه کړکېچ مخ په سختېدو او منفې اغېزې يې پراخې شوې دي. وانګ ون بين د پوښتنې په شکل ويلي، چې ايا د لوېديځ دغه کړنې د عدالت معنا لري؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *