
د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چينايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل.په پيل کې، دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت پر تامين خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې يې وويل: له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتو دي.دوی زياته کړه: اوس چې پراخ کاري ظرفيت او زمينه مساعده ده، نو د اسلامي امارت په همکارۍ چينايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بيا رغاونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: اسلامي امارت پانګه والو ته د لازمو آسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دي.نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چين – افغانستان مثبتو اړيکو ته په اشارې زياته کړه، افغانستان د چينايي سوداګرو پانګونې ته خوشبين دي او د ياد هېواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته يې افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه. او آسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دي.