افغانستانخبرونه

چهلستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو لومړی پړاو پيل شو

د کابل ښاروالۍ مسئولين وايي، چې د اوومې ناحيې اړوند چهلستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارو لومړی پړاو د ۳۲ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شو.دغه سړک ۳۴۵متره اوږدوالي او ۳۰ متره پراخوالي لري، چې پرې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي. په ياد سړک کې د لښتيو، پلو لارو، ګلدانونو، د بايسکيل ځغلولو کرښه او د برېښنا سېستم په معياري ډول جوړېږي، چې چارې به يې د ۶ مياشتو په موده کې بشپړې شي.د يادونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ په وړاندې شته ستونزې اوارې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *