
طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي: سږ کال د طبيعي پېښو له امله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر دوو زرو ډېر ټپيان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ګواښونو کمېدو رئيس په کابل کې د طبيعي پېښو د ګواښونو کمښت پروژې د لاسته راوړنو ملي سيمينار په څنډه کې وويل: د روان هجري لمريز کال د ورښتونو په ترڅ کې نږدې يوولس زره کورونه ويجاړ شوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ګواښونو کمېدو رئيس ملا جانان سايق ويلي: ((په ټول افغانستان کې ۱۰۹۶ کسان د طبيعي پېښو له امله مړه، ۲۱۵۷ کسان نور ټپيان شوي او ۱۰۸۰۶ کورونه ويجاړ شوي دي.))
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي زياتوي، اوس د هېواد ۲۲ ولايتونه د طبيعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نړيوالو اړيکو رئيس شمسالدين حقيار زياتوي: (( په روان کال کې د هېواد په ۲۲ ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله خلکو ته زيانونه اوښتي او دغه ولايتونه اوس هم د طبيعي پېښو تر خطر لاندې دي.))
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت يو شمېر هغو کورنيو ته چې د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې،ځمکې او کورونه وېشلي دي.