افغانستانخبرونه

چارواکي : اوس ۱۵ قلمه درمل د هېواد د ننه توليدېږي

د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، اوس کابو ۱۵ قلمه درمل په هېواد کې د افغاني کمپنيو له لوري توليدېږي. په دې وروستيو کې اسلامي امارت کابينې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده سپارلې، چې هېواد ته د غير معياري، بې کيفيته او قاچاقي درملو د راوړلو مخنيوي په موخه يوه ځانګړې طرحه جوړه او رياست الوزراء ته يې وړاندې کړي. د خوړو او درملو ملي اداره وايي: که څه هم د اسلامي امارت له واکمنۍ له پيل راهيسې د هېواد بازارونو ته د درملو د ناقانونه راواردولو مخنيوی شوی، خو اوس هڅه کوي ،چې د درملو په برخه کې د کورنيو توليداتو دکچې لوړولو سره مرسته وکړي. د خوړو او درملو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې ، دا مهال شاوخوا ۱۵ قلمه هغه درمل چې د کورنيو شرکتونو لخوا توليد او بازار ته وړاندې کېږي له هېواده بهر د ورته درملو پر وارداتو کلک بنديز لګول شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *