افغانستانخبرونه

پکتيکا کې موندل شوي تاريخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارل شوي

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د عامو خلکو له لوري موندل شوي تاريخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارل شوي دي.د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا محمد امين حذيفه د باخترآژانس خبريال ته ويلي ،چې د ياد ولايت د مرکز اړوند په تورمخو او د خوشامند ولسوالۍ په منارۍ سيمو کې د عامو خلکو له لوري تاريخي اثار موندل شوي، چې د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارل شوي دي.ده زياته کړې ،چې د يادو تاريخي آثارو د لرغونتيا په اړه کره معلومات نشته.هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري  خوشامند او ګومل ولسواليو کې ورته تاريخي آثار موندل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *