افغانستانخبرونهروغتیا

پکتيکا کې روزنتون ته ودانۍ جوړه شوه

پکتيکا محلي مسئولان وايي، د دغه ولايت خيرکوټ ولسوالۍ کې په نږدې شپږ ميليونه افغانيو يوه روزنتون ته ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوه

د پکتيکا محلي مسئولان وايي، د دغه ولايت خيرکوټ ولسوالۍ کې په نږدې شپږ ميليونه افغانيو يوه روزنتون ته ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوه.د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې دغه روزنتون د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري دې ولسوالۍ کې د يتيمو ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره جوړ شوي دي.خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د يادې وداني ځينې چارې د تېر حکومت پر مهال پيل شوې وې چې پاتې چارې يې د پکتيکا د کار او ټولنيزو چارو رياست په مالي لګښت بشپړې او تېره ورځ ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوه.ياده ودانۍ اووه خونې لري چې يوه اداري او پاتې شپږ يې د هستوګنې او تدريس لپاره دي چې ټولې اړينې اسانتياوې هم په‌کې برابرې شوې دي.په ياد روزنتون کي به له ۵۰ څخه تر ۶۰ يتيمو ماشومانو ته د اوسېدو ترڅنګ روزنه هم ورکړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *