افغانستانخبرونه

پکتيکا کې د اوبو رسولو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د پکتيکا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي، د دغه ولايت د يوسف‌خېلو ولسوالۍ اړوند په خيربين کلي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د ۴ ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه جوړه شوه. د ياد ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې شبکې جوړولو چارې تېر کال پيل شوې وې ،چې اوس بشپړې شوې. سرچينې ليکلي چې پر يادې پروژې ۴ ميليون افغانۍ لګښت راغلي چې د يونيسف ادارې له لوري ورکړل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، ياده شبکه د ژورې څاه او يوې ذخېرې په لرلو سره تر ۶ کيلومتره ساحې پورې ۲۷۰ کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو ظرفيت لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *