
د پکتيا محلي مسئولين وايي ،چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز ښار کې يې د اتلس ميليونه افغانيو په لګښت د دوه نيم کيلومټرو په اندازه د ويالو جوړولو چارې پيل کړې.د يادو ويالو د جوړولو چارې پرون د ګردېز ښار د غزني لين سړک دواړو غاړو ته پيل شوې.په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته د ګردېز ښاروال سيدنظيم مزمل وويل، چې ياده پروژه د ښاروالي په مالي لګښت پلې کېږي او په وينا يې، په بشپړېدو سره به يې د ګردېز اوسېدونکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.نوموړي زياته کړه چې د باران پرمهال به غزني لين هټيوال له ستونزو سره مخ و او د اوبو وتو لاره نه وه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزه هواره شي.نوموړي وويل: (( نن چې موږ دغه پروژه افتتاح کړه د غزني لين د سرک دواړه غاړو ته ويالې دي، په اساسي ډول جوړېږي، اوږدوالي يې دوه نيم کيلومتره دي د دې ويالو يو متر په ژوروالي او د اويا سانتي مترو په پلن والي جوړېږي. په اساسي ډول جوړېږي، يعنې اوسپنيز سيخونه هم پکې استفاده کېږي او اتلس ميليونه لګښت پرې راځي.))ده زياته کړه ،چې دامهال د ګردېز ښاروالي له لوري په ښار کې شپږ پروژې روانې دي، چې ټولييز لګښت يې تر سل ميليونه افغانيو اوړي او چارې به يې ژر بشپړې شي.