افغانستانخبرونه

پکتيا کې د نوښتګرو ځوانانو د ستاينې نندارتون جوړ شو

پکتيا کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د ((نوښتګرو ځوانانو د نوښت ستاينې)) تر سرليک لاندې د اختراع ګانو نندارتون جوړ شو.د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين وايي، چې په دې نندارتون کې د ۲۵ نوښتګرو ځوانانو او زده کړيالانو له لوري ۳۰ بېلابېلې اختراع کړې برښنايي او تخنيکي آلې نندارې ته وړاندې شوې.د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار وايي، چې د دې نندارتون د جوړېدو موخه په دې ولايت کې د نوښتګرو ځوانانو د نوښتونو ستاينه، تشويق او ملاتړ دی.نوښتګر ځوانان وايي، چې په ياد نندارتون کې يې د چرګوړو د توليد برښنايي ماشين، د ريموټ په واسطه کنټروليدونکي پلاستيکي توغندي ويشتونکي ټانکونه، د سولر برښنا په واسطه د ګازو توليدي نغري، مصنوعي لاس، ماسک، د برښنا د ولټ لوړولو ماشين، آب ګرمي او ورته نورې برښنايي او تخنيکي اختراع کړې آلې نندارې ته وړاندې شوې دي.دغه نندارتون کې د هوايي ډګر او پل جوړولو طرحې هم وړاندې شوې دي.جاوېد يو هغه ځوان دی، چې په دې نندارتون کې يې د خپلو نورو ملګرو په ملتيا د سولر برښنا په واسطه ګاز توليد نغري او مصنوعي لاس نندارې ته ايښې و، دی وايي:  د هيوادنۍ مينې او د وطن د ترقۍ انګيزې له مخې يې ياد نوښتونه کړي.چارواکي د ځوانانو دا ډول نوښتونه او اختراع ګانې د وطن د ترقي، د ځوان نسل د هڅونې، د فکرونو د لوړوالې او له نورې نړۍ سره د هيواد د سيال کېدو لپاره ګټورې بولي او مخترعينو ته يې د مرستې ډاډ ورکړی دی.په ورته وخت کې نوښتګر ځوانان وايي: که اسلامي امارت ورسره مرسته وکړي او اړين وسايل ورته برابر کړي کولی شي، چې دې ته ورته نورې مهمې او ګټورې آلې هم جوړې کړي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.ولايتي چارواکي بيا يادو ځوانانو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړي ارزښت ورکوي او د دغو نوښتګرو ځوانانو ستونزو او غوښتنو ته به رسيدنه وکړي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *