افغانستانخبرونه

پکتيا کې د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د مرستو راټولولو صندوق ايښودل شوی

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ځوانانو سره په ګډه پرون د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو سېلاب‌ځپلو ته د مرستو راټولولو صندوق جوړ کړی دی.د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين وايي ،چې له سېلاب ځپلو سره د مرستو را ټولولو صندوق يې د ګردېز ښار په مرکزي چوک کې اېښی دی.د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ثواب‌جان اسلاميار وايي ، چې د مرستو راټولولو لپاره يوولس کسيزه کمېټه جوړه شوې ، چې تر درېوو ورځو به مرستې راټولوي او له هغه وروسته به يې سېلاب‌ځپلو ته ورسوي.نوموړي د مرګز ګردېز له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو له سېلاب‌ځپلو سره دې تر خپله توانه مرسته وکړي.د ګردېز ښار يو اوسېدونکی شفيق‌الله وايي، دا‌ ډول مرستې که څه هم د سېلاب‌ځپلو ټولې ستونزې نه‌شي هوارولی، خو  يادې مرستې د خواخوږۍ په پار دي.ده له نورو ښاريانو وغوښتل ، چې له سېلاب‌ځپلو سره د خپل توان مرستې ونه‌سپموي.له دې وړاندې په ميدان‌وردګو کې هم د يادو ولايتونو سېلاب‌ځپلو سره د مرستو راټولولو صندوق ايښودل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *