
د پکتيا ګمرک رياست مسئولين وايي ،چې د روان ۱۴۰۱ کال له پيل څخه تر دې مهاله يې ۵ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي.د ګمرک رياست مرستيال مولوي طيب رسنيو ته ويلي: سږ کال يې عوايد زيات شوي ،چې د تېر په پرتله څو برابره لوړوالي ښيي، د نوموړي په وينا ياد عوايد يې د سوداګرو د ګمرکي محصلاتو له درکه راټول کړي.د ګمرک رياست مسئولين همدا راز زياتوي ،چې عوايد د يوې شفافې پروسې له لارې راټولېږي، چې له کبله پکې زياتوالي هم راغلی.