
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وړمه شپه له متحده عربي اماراتو سره د درېيو شل اوره سياليو لومړۍ لوبه په ۵ وېکټونو او ۵ توپونو وګټله.په دې سيالۍ کې، چې د متحده عربي اماراتو د ابوظهبي په لوبغالي کې وشوه، لومړي د متحده عربي اماراتو لوبډلې بيټنګ وکړ.اماراتي لوبغاړو په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي يې سوځېدلي وو، په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې ،چې ظاهراً د افغانستان په شان لوبډلې ته ټيټ هدف و.راشدخان، چې دا يې د افغانستان د شل اوره لوبډلې د کيپتانۍ لومړنۍ لوبه وه، دوه لوبغاړي وسوځول.خو په بيټنګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه کريم جنت او افسر ځاځي وکړه.کريم جنت په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او د لوبې غوره او اغېزمن لوبغاړي وپېژندل شو.افسر ځاځي بيا په ۴۰ توپونو ۴۸ منډې وکړې، خو د افغانستان توپ وهونکي په تېره بيا اوپينران د توقع خلاف ژر وسوځېدل.حضرت الله ځاځي يوازې يوه منډه وکړه، رحمت الله ګوربز په ۸ توپونو ۱۰ منډې وکړې او ابراهيم ځدراڼ، چې ډېره تمه ورته کېږي، په لسو توپونو ۸ منډې وکړای شوې.حال دا چې دغو لوبغاړو د ډېرو غښتلو لوبډلو په وړاندې تر دې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.ټاکل شوې ،چې نن (شنبه) د افغانستان او متحده عربي اماراتو ټيمونه دوهمه شل اوره سيالي وکړي.دا سيالي د دواړو لپاره په تېره بيا د متحده عربي اماراتو لپاره زياته مهمه ده.د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنيو د برخې مسئول عبدالله پکتياني د وړمې ورځ بريا د راتلونکو دوو لوبو لپاره مهمه وبلله.