
ملي دفاع وزارت په ۳۱۳ مزکزي قول اردو کې د ۵۰ چايندار ټانګونو د بيا رغولو او فعاليت ته د چمتو کېدو خبر ورکوي.دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لوا د درېم زره دار کنډک منسوبينو د هڅو په پايله کې ۵۰ چايندار ټانګونه، چې په څو کلونو کې تخريب شوي وو بيا جوړ او فعاليت ته چمتو شول.دغه وزارت زياته کړې، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا اميرخان حقاني د ياد کنډک د تخنيکي او مسلکي انجنيرانو ريښتنې هڅې وستايلې او له دوی څخه يې وغوښتل ،چې د بيت المال په ساتنه کې خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د ملي دفاع وزارت اړوند زرګونه پوځي وسايط تر بيا رغولو وروسته فعاليت ته چمتو شوي دي.