
ماليې وزارت د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پر تازه مېوو او سبزيو د لېږد فورم اخيستلو له لغوه کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رياست په وړانديز او د ماليې وزارت مقام په منظورۍ، سوداګرو ته د آسانتياوو رامنځته کولو او د تازه مېوو او سبزيو د خرابوالي د مخنيوي په موخه، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پر سريع الفساد (ژر خرابېدونکو) اموالو د لېږد فورم اخيستل لغوه شول.د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د محصول شويو توکو د لېږد کړنلارې په يوولسمه ماده کې راغلي چې وارداتي ((سريع الفساد)) توکي د اصلي اظهارپاڼې له مخې، تر ۱۵ ورځو پورې نورو ولايتونو ته د لېږد له فورم پرته د انتقال اجازه لري، خو دا چې مېوه او سبزي په سرحدي ګمرک کې له پړاوونو ترسره کولو وروسته په ولايتونو کې په نورو موټرو کې بارګيري کېږي، له دې سره د موټر نمبر پلېټ هم بدلون مومي او بيا د لېږد فورم ته اړتيا پيدا کوي.د سرچينې په وينا، د يادې ستونزې د حل لپاره، د ګمرکونو لوی رياست رهبرۍ پرېکړه کړې،چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د مېوو او سبزيو لپاره د لېږد فورم اخيستل لغوه شي.په همدې حال کې، ياد وزارت ژمنه کړې ،چې د ګمرکونو لوی رياست هڅه کوي ،چې د سوداګرو ټولو ستونزو ته د نافذه قوانينو په رڼا کې رسېدنه وکړي او په ګمرکونو کې ورته لا زياتې آسانتياوې برابرې کړي.