افغانستانخبرونه

 په ګمرکونو کې اصلاحاتو د فساد مخه نيولې

د هيواد د ګمرکونو لوی رئيس هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولايت له مرستيال سره وکتل او د هرات ولايت په ګمرک کې يې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او ننګونو په اړه وپوښتل.

په دې کتنه کې د هرات د والي مرستيال مولوی مهاجر فراهي وويل، چې ګمرک د کورني اقتصاد په وده او په صنعتي ښارګوټي کې د صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.نوموړي د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو په حل کې د همکارۍ د اعلان پرمهال د ګمرکونو له عمومي رئيس څخه وغوښتل، چې د هرات ولايت د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې د اسلامي امارت له مشرانو سره شريکې کړي.دغه راز د هرات د صنايعو او کانونو خونې رئيس حميدالله خادم او يو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو د شته ننګونو لکه د ماليې د تېښتې، د ګمرکونو له لارې د ورته محصولاتو د واردولو، پر ځينو توکو د ګمرکي تعرفو د کمښت او د وړاندې کولو د تطبيق په اړه خبرې وکړې. په همدې حال کې د هېواد د ګمرکونو عمومي رئيس مفتي عبدالمتين سعيد د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې وڅېړلې او د حل په برخه کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د هېواد د ګمرکونو عمومي رئيس همداراز څرګنده کړه، چې د هېواد په ګمرکونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره، د فساد د خپرېدو او هېواد ته د قاچاقي توکو د ننوتلو مخه نيول شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې هرات ولايت دوه مهم ګمرکونه لري، اسلام کلا او دوغارون له ايران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري، چې د هېواد لپاره له اقتصادي پلوه ډېر مهم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *