افغانستانخبرونه

په کونړ کې د اسمار بن شاهي سړک رغنیزې چارې بشپړې شوې

د کونړ ولايت مقام په همکارۍ د ټولګټو چارو رياست له خوا د اسمار بن شاهي ۲۰ کيلو متره سړک او د سړک پر غاړې د باراني او سېلابي رطوباتو د پاکولو چارې بشپړې شوي.ځايي خلک د سړک پاکولو له امله د خوښيو څرګندولو ترڅنګ له ولايتي ادارې د سړک تخريب شويو برخو د اساسي رغونې غوښتنه کوي.د کونړ والي مولوي احمد طه وويل: د ولسونو سره د کړې ژمنې په اساس يې د ولايتي ادارې له شته امکاناتو او وسايطو په استفادې د ياد سړک د پاکولو چارې بشپړې کړې.ده وويل: د سړک زيانمنو شويو برخو رغولو لپاره يې خپل وړانديزونه له وزارت سره شريک کړي او د پروژې د پيل لپاره به هڅې جاري وساتي.د کونړ ټولګټو چارو رئيس قدرت الله معاذ وويل: د سړکونو رغونې ته کلکه پاملرنه کوي او هڅه کوي چې له دانګام وروسته د ناواپاس سړک د پاکولو چارې هم بشپړې کړي. دغه ولسوالۍ د پسرلي موسم په رارسېدو د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سيلانيانو کوربه وي، چې د سړک په پاکولو او پراختيا سره به د ځايي خلکو تر څنګ سيلانيانو ته هم پوره آسانتياوې رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *