افغانستانخبرونه

په کونړ ولايت کې د لودم کانال چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي

د کونړ سينديزې فرعي حوزې تخنيکي ټيم د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د لودم کانال د چارو له بهير څخه څارنه وکړه او مسئولينو ته يې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازمې لارښوونې وکړې.
د ياد کانال چارې ،چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د کنړ سينديزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي او پکې ګڼو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د يادې پروژې د چارو په بشپړيدو سره به د نوموړي سيمې د خلکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *